د ملي لوبډلې نويو موقتي روزنکو دنده پيل کړه

افغان کرېکټ بورډ په رسمي توګه تاييد کړه، چې ملي لوبډلې ته دوه پاکستاني روزنکو د موقتي مودې لپاره د روزنې دنده پيل کړه.

د افغانستان کرېکټ بورډ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د پاکستان دوه پخوانيو لوبغاړو يونس خان د توپ وهنې او عمر ګل بيا د توپ اچونې په برخه کې د ملي لوبډلې سره د موقتي مودې لپاره د روزنکو دنده پيل کړه.

کرېکټ بورډ وايي، چې دغه دواړه پاکستاني لوبغاړي د متحده عربي اماراتو د ابو ظبۍ په تمريناتي کمپ کې له ملي لوبډلې سره د تکړښت په موخه د روزنې دنده ترسره کوي.

په ټولنيزو رسنيو کې د يادو روزونکو په اړه ډول ډول تبصرې روانې دي. د دغو رسنيو ځيني کارکوونکي وايي، چې د ملي لوبډلې لپاره دا دواړه روزنکي ځکه ښه ثابتېدای شي، چې دوی پښتو ژبې دي، له ملي لوبډلې سره ښه اشنايي لري او کولای شي لوبغاړي په سمه توګه پوه کړي.

يو شمېر بيا په دې‌ نظر دي، چې کرېکټ بورډ بايد هېڅکله پاکستاني لوبغاړو ته د روزنې دنده نه وای ورکړې. دوی په دې اند دي، چې پاکستان هېڅکله نه غواړي، چې افغانان په يوې برخې کې هم پرمختګ وکړي.

Back to top button