په کندوز کې د شري ناروغۍ ۱۷ ماشومان وژلي دي

د کندوز عامې روغتيا رياست وايي، چې په تېره يوه مياشت کې د شري ناروغۍ له وجې ۱۷ ماشومان مړه شوي دي.

د کندوز د عامې روغتيا رياست وايي، چې په تېره يوه مياشت کې د شري ناروغۍ له وجې ۱۷ ماشومان مړه شوي او په روغتيايي مرکزونو کې د ۹۱۵ نورو ماشومانو درملنه شوې ده.

د کندوز د عامې روغتيا مشر نعمت الله ساحل په وينا، د حوزوي روغتون هغه ۸۰ بستريزه ودانۍ چې د کرونا ناروغانو لپاره ځانګړې شوې وه، اوس مهال په کې شاوخوا ۹۰ د شري په ناروغۍ اخته ماشومان بستر دي.

نوموړی همداراز وايي، د بې پولې ډاکټرانو سازمان هم ورسره ژمنه کړې، چې د ناروغانو د زياتېدو په صورت کې به د روغتون د بسترونو په شمېر کې زياتوالی راولي.

ساحل زياتوي، چې د کندوز په حوزوي روغتون کې د بغلان، تخار او بدخشان ولايتونو د‌ شري په ناروغۍ اخته ماشومانو درملنه روانه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د‌ روغتيا نړۍ‌وال سازمان په افغانستان کې د شري په ناروغۍ اخته ماشومانو د زياتوالي خبر ور کړی او ددې کچې په هکله اندیښنه يې څرګنده کړې ده.

Back to top button