افغان ښځې او ماشومان د بشري ناورين ستر بار پر اوږو وړي

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړۍ‌واله ټولنه وايي، چې په افغانستان کې د بشري ناورين ستر بار د ښځو او ماشومانو پر اوږو پروت دی.

د ملګرو ملتونو کډوالۍ نړۍ‌والې ټولنې په يو تازه ټويټ پيغام کې ويلي، چې په افغانستان کې د روان بشري ناورين ستر بار د ښځو او ماشومانو پر اوږو پروت دی.

د دوی په خبره، په اوس وخت کې ميليونونه افغانان د خوړو او سرپناه د نه لرلو له کبله خپلې سيمې پرېښي دي.

دغې ټولنې له نړۍ‌والو او په ځانګړې توګه د مرستندويه بنسټونو له لوري په افغانستان کې مالي ملاتړ حياتي ګڼلی او ټينګار په دې کوي، چې د افغان ښځو او ماشومانو بايد لاسنيوی وشي، ځکه دوی د دغه ناورين ستره قرباني ورکوي.

همداراز ملګرو ملتونه وايي، چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۳ ميليونه وګړي له سختې لوږې سره مخ دي او ۹۵ سلنه اوسېدونکي يې بيا خواړه نه لري.

د يادونې ده، چې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړۍ‌والې ټولنې تر دې وړاندې هم په افغانستان کې په کور دننه د زرګونو بې ځايه شويو افغانانو د زياتوالي په هکله خبرداری ورکړی و او له نړۍ‌والو مرستندويه بنسټونو يې غوښتي وو، چې ژر تر ژره دوی سره د ژوند سهولتونو په برابرولو کې هر اړخيزې مرستې وکړي.

Back to top button