د م م ځانګړې استازې کابل کې د یو شمېر رسنیو له مسؤلینو سره کتلي

د افغانستان لپاره دملګرو ملتونو مرستيال ځانګړې استازې مټه نوډسن نن په کابل کې د يو شمېر رسنيو مسولينو سره کتلي دي.

د يوناما دفتر وايي، په دغه ناسته کې دافغانستان له رسنیز سکټور او ژورنالیستانو سره د ملګرو ملتونو په ملاتړ ټینګار وشو.

يوناما زياتوي، دوئ له افغان چارواکو وغوښتل چې رسنيو سره خبرې پيل کړي او پرې سخت اقدامات پای ته ورسوي او له ګواښونو او تاوتریخوالي د ژورنالیستانو ساتنه وکړي.

Back to top button