د لوګر د عامې روغتیا ریاست سره د درملو او طبي توکو مرسته وشوه

د لوګر د عامې روغتیا ریاست ته د درملو او طبي وسایلو مرستندویه کڅوړه ورسېده.

د طالبانو د سرپرست حکومت د لوګر ولایت د عامې روغتیا ریاست مسؤلین وایي، چې د دې ریاست په وړاندیز او د عامې روغتیا وزارت د حکم سره سم د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د درملو، طبي وسایلو او ماشین الاتو یوه جوپه د لوګر ولایت د عامې روغتیا ریاست ته راورسیده.

د هغوئ په وینا په یاده کڅوړه کی
۱ – ۳ پایه د التراسونډ مجهز او عصري ماشینونه
۲ – ۱۰ پایه پیشن مانیتور
۳ – ۲ پایه اکسیجن کانستراتور
۴ – ۵۰۰ بوتل طبي الکول
۵ – ۵۰ قلمه مختلف درمل او طبي توکي شامل دي.

د لوګر د عامې روغتیا رئیس قدرت الله عادل پنجره ورځپاڼې ته وویل، چی مرسته شوي ماشین الات، درمل او طبي توکي به د ولایت بستر لرونکو روغتونونو ته د استفادې لپاره ولېږدول شي.

هغه زیاتوي چې د یادو ماشینونو په استفادې سره به په شته روغتیایي چوپړتیاو او د ناروغيو په تشخیص او درملنه کې د پام وړ مثبت بدلونونه راشي.

Back to top button