ننګرهار کې دوه انسان تښتونکي نیول شوي

د‏ ننګرهار ولایت په کامې ولسوالۍ کې دوه انسان تښتونکي په ټپي حالت کې نيول شوي دي.

د طالبانو د سرپرست حکومت د ننګرهار ولايت د رسنيو مسؤلین وايي، چې د دې ولایت د کامې ولسوالۍ پل ترڅنګ د عطاءالرحمن او حاجي سميع الله په نومونو دوه انسان تښتونکي نیول شوي دي.

هغوئ زیاتوي، چې نوموړو کسانو په قتل، تخريبي کړنو او نورو جرمونو کې لاس درلود د امنيتي مسؤلينو له لوري د مقاومت په ترڅ کې ټپي او ونيول شول.

‏د رسنیو مسؤلین همداراز زياتوي، چې يادو کسانو څو ورځې وړاندې دوه طالبان هم ټپيان کړي وو او وروسته په تېښته بریالي شوي وو.

Back to top button