Trending

‏د کابل پل خشتي جومات کې چاودنه شوې ده

د کابل ښار په پل خشتي جومات کې شېبه وړاندې چاودنه شوې. ‏عیني شاهدان وایي، چې چاودنه هغه مهال رامنځ ته شوه چې لمونځ کوونکي د ماسپښین لمانځه پر ادا کولو بوخت وو.

د طالبانو د سرپرست حکومت د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ رسنیو ته ویلي، چې په دغه جومات کې د ماسپښین له لمانځه وروسته د دعا پر مهال له نامعلوم لوري د لمونځ کوونکو منځته لاسي بم غورځول شوی چې د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ شپږ تنه په کې ټپیان شوي دي.

خو د پېښې عیني شاهدان وايي، ښايي د تلفاتو شمېر زیات وي.
خالد ځدارڼ زیاتوي له پېښې سره د تړاو په تور یو تن هم نیول شوی دی.
تر دې دمه د پېښې مسولیت کوم چا یا کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د کابل ښار د اسعارو د تبادلې تر ټولو لوی مرکز شهزاده سرای کې هم چاودنه را منځته شوې وه.

Back to top button