ارزګان کې چاودنې درې کسان ټپیان کړي

د ارزګان ولایت په ترینکوټ کې چاودنې درې کسان ټپیان کړي.

د طالبانو د سرپرست حکومت ‏د ارزګان مسؤلین وايي، چې د دې ولايت د امر بالمعروف په رياست کې د ګازو د ډبې چاودنه شوې چې له امله یې درې کسان ټپیان شوي دي.

د ارزګان چارواکي زیاتوي چې د یادې پېښې ټپیان د رملنې په موخه د ارزګان ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.

Back to top button