يوازنی رژيم چې د نجونو له زده کړو انکار کوي

يوناما وايي، طالب سرپرست حکومت په ټوله نړۍ کې يوازنی رژيم دی، چې د نجونو له زده کړو انکار کوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي دفتر يا يوناما په خپله ټويټر پاڼه تازه پيغام کې يو ځل بيا د نجونو ښوونځيو د پرانيستلو غوښتنه کړې.

ياد دفتر وايي، په افغانستان کې د نجونو ښوونځيو بندېدل ټکان ورکونکې مسله ده او طالب سرپرست حکومت يوازنی رژيم دی، چې د نجونو له زده کړو انکار کوي.

ټاکل شوې وه، چې د نوي ښوونيز کال له پيل سره سم، طالب سرپرست حکومت د ټولو نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې پرانيستې وای، خو بر عکس دوی له شپږم ټولګي پورته د ټولو نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې وتړلې او دې کار يې په کور دننه او بهر سخت غبرګونونه راپارولي.

شاوخوا دوه سوه ورځې وشوې، چې د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې تړلې شوې دي، خو طالب سرپرست حکومت لا هم په دې نه توانېدلی، چې سره له دومره غبرګونونو او فشارونو د نجونو پر مخ د‌ ښوونځيو بندې دروازې پرانيزي.

Back to top button