د پاسپورټ د وېش لړۍ وځنډېده

ټاکل شوې وه چې په کابل او ټولو ولایتونو کې نن د پاسپورټ لړۍ پیل شي خو د طالبانو د سرپرست حکومت د پاسپورټ عمومي ریاست مسؤلین وایي، چې د کابل په شمول د هېواد په ټولو ولایتونو کې د پاسپورټ د وېش لړۍ تر راتلونکې شنبې ورځې وځنډېده

هغوئ زیاتوي چې له شنبې وروسته هېوادوال کولای شي د پاسپورټ تر لاسه کولو لپاره په انلاین ډول نوم لیکنه وکړي او پاسپورټ تر لاسه کړي.

شاوخوا یوه میاشت وړاندې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د پاسپورټ د وېش لړۍ درېدلې وه.

دا په داسې حال کې ده چې لا هم زرګونه کسان د تېر جمهوري نظام د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره هڅه کوي.

Back to top button