لوګر کې ۳ښوونځیو ته لمریزه برېښنا فعاله شوه

ای، ار، سي موسسې د لوګر ۳ ښوونځيو ته لمريزه برېښنا او لمريز واټرپمپ فعال کړل.

د طالبانو د سرپرست حکومت د لوګر د پوهنې مسؤلین وایي، چې IRC موسسې د دې ولایت د برکي برک ولسوالۍ اړوند د شاه مزار، ټوپک او تګاب ښوونځيو ته لمريزه برېښنا او لمريز  واټر پمپ فعال کړل.

هغوئ زیاتوي، چې دا کار د پوهنې رياست په هلو ځلو د ژغورنې نړېوالې کمېټې يا د آى.آر.سي په نوم مرستندویه موسسې په مالي لګښت ترسره شوى دى، چې د هر ښوونځي لپاره د لمري برېښنا ۱۰ د سولر تختې، ۲ د ۱۲۰ امپيره بيټرۍ، يو د برېښنا کنترولر، يو لمري واټر پمپ، د اوبو پيپ او د اوبو يوه ذخيره لري.

Back to top button