تورخم کې د ۱۱۰۰متره سړک جوړولو چارې پیل شوې

په تورخم ښارګوټي کې د ۱۱۰۰ متره سړک جوړولو چارې پیل شوې.
د طالبانو د سرپرست حکومت د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، چې رئيس الوزرا په حکم د ماليې وزارت په لس ميليونه افغانيو مالي لګښت د ننګرهار ولايت ټولګټو چارو رياست له لوري په تورخم ښارګوټي کې بار وړونکو موټرونو لپاره د يو کيلومټر او سل متره په اوږدوالي د دويم لین سړک جوړولو چارې پيل شوې.

د طالبانو د سرپرست حکومت د ننګرهار ولايت ټولګټو چارو ریاست رئيس مولوي يار محمد وايي، چې د ياد سړک په جوړولو سره به په تورخم ښارګوټي کې ګڼه ګوڼه ختمه او نظم رامنځته شي.

دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالبانو د حکومت له رسېدو سره په هېواد کې رغنیزې چارې ټکنۍ شوي دي.

Back to top button