د ټاپي پروژې د امنيت په هکله خبرې شوي

د هند او ترکمنستان ولسمشرانو د ټاپي پروژې د امنيت په هکله خبرې کړې دي.

هندي رسنۍ وايي، ولسمشر رام نات کووېند له خپل ترکمنستاني سیال سردار بردي محمدوف سره لیدلي او د ټاپي پروژې امنیت او ارزښت په هکله یې ورسره خبرې کړې دي.

راپورونه وايي، چې ولسمشر کووېند د روانې اونۍ په پيل کې، ترکمنستان هېواد ته سفر کړی و او هلته يې له خپل سيال محمدوف سره د ټاپي پروژې د امنيت او ارزښت تر څنګ د افغانستان په روان وضعیت هم غږېدلی دی.

په دې ليدنه کې دواړو ولسمشرانو د ټاپي پروژې ارزښت د افغانستان په ثبات پورې تړلی دی او په دې برخه کې یې د دوه اړخیزې همکارۍ ژمنه هم کړې ده.

همداراز په دې دوه اړخيزه ناسته کې ولسمشر کووېند وړانديز کړی، چې د ټاپي پروژې په امنيت پورې تړلو مسايلو په هکله دې د دواړو هېوادونو تخنيکي ډلې بحث وکړي.

له دې سره جوخت په ترکمنستان کې د هند سفير پانير وايي، چې په افغانستان کې د دواړو هيوادونو ګټې پرتې دي، نو ځکه د ترکمنستان او هندوستان همغږي مهمه ده.

‌د هند او ترکمنستان هېوادونو ولسمشران داسې مهال د ټاپي پروژې په هکله خبرې کوي، چې څه موده وړاندې د اسيا پراختيايي بانک د دغې پروژې د تمويل چارې ودرولې او دليل يې د نړۍ‌‌والو له خوا د طالب حکومت په رسميت نه پېژندل په ګوته کړي.

د طالب سرپرست حکومت چارواکو بيا څه موده وړاندې د ټاپي پروژې د امنيت پلان له ترکمني چارواکو سره شريک کړی و او له هغوی يې د ژر عملي کېدو غوښتنه هم کړې وه.

Back to top button