د پاکستان ولسمشر د دغه هېواد پارلمان منحل کړ

د‌ پاکستان ولسمشر د لومړي وزير په وړانديز د خپل هېواد پارلمان منحل اعلان کړ.

د رسنيو د راپورونو له مخې د پاکستان ولسمشر عارف علوي، د لومړي وزير عمران خان په وړانديز د دغه هېواد پارلمان منحل اعلان کړ.

د پاکستان ولسمشر په يوې مطبوعاتي اعلاميه کې ويلي، چې دا کار يې د لومړي وزير په وړانديز او د اساسي قانون پر بنسټ کړی دی.

د پاکستان لومړي وزير وروسته له هغې د‌ خپل هېواد د پارلمان منحل کېدو وړاندیز وکړ، چې د اپوزیسیون ګوندونو له خوا راپورته شوی عدم اعتماد تحريک یې له ماتې سره مخ کړ.

بلخوا بيا پاکستاني چارواکي وايي، چې په راتلونکو درې مياشتو کې به ټاکنو ته چمتووالی نیول کېږي او له سره به بيا ځلې ټاکنې ترسره کېږي.

ورسره جوخت ددغه هېواد د قانون او اطلاعاتو فدرالي وزير فواد چودري وايي، چې لومړی وزير عمران خان به په خپل واک پاتې کېږي، خو يوازې کابینه یې منحل شوې ده.

د پاکستان اپوزيسيون ګوندونه ادعا کوي، چې لومړی وزير عمران خان د دغه هېواد سياسي مسير خراب لوري ته روان کړی، نو دوی یې ځکه پر وړاندې د عدم اعتماد هڅې پيل کړې دي.

د پاکستان اپوزيسيون ګوندونو او عمران خان ترمنځ روانو ناندریو داسې مهال زور واخيست، چې څو ورځې وړاندې د افغانستان لپاره د امريکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم دغه هېواد ته په سفر راغلی و.

Back to top button