د ټرمپ تازه څرګندونې
ټرمپ وايي امکان لري، زموږ ځواکونه د خپلو وسلو ايستلو په موخه يو ځل بيا افغانستان ته لاړ شي.
د امریکا پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ په تازه څرګندونو کې ویلي، چې امکان لري، امریکايي ځواکونه بېرته افغانستان ته لاړ شي او خپلې پاتې شوې وسلې له طالبانو واخلي.
ټرمپ چې اوس مهال په بايډن تر ټولو سرسخته نيوکې کوي دغه څرګندونې يې هم په مشیګان ایالت کې یوې غونډې ته خبرو پر مهال کړي دي.
نوموړي ويلي، چې امکان لري، امریکايي ځواکونه بېرته دغه هېواد ته لاړ شي او خپلې پاتې شوې وسلې بېرته ترلاسه کړي.
هغه همداراز د بایډن پر ادارې نیوکه کړې او ويلي دي، چې دا د بايډن تر ټولو احمقانه کار و چې د نړۍ پرمختللې وسلې يې طالبانو ته په افغانستان پرېیښودې.
د امريکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر وړاندې هم د بايډن په ادارې توندې نيوکې وکړې او تور يې پور کړ، چې افغانستان يې طالبانو ته وسپاره.