باجوه: په افغانستان کې ثبات د پاکستان په ګټه دی
باجوه وایي، په افغانستان کې ثبات د پاکستان په ګټه دی.
د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه په تازه څرګندونو کې ویلي، چې دوی هڅه کوي په ټوله لودیځه اسیا کې سوله او ثبات تامین شي.
د نوموړي په خبره په افغانستان کې د ثبات له راتګ سره مرسته کوي او په خبره یې ددغه هېواد ثبات او امنیت د ټولې سیمې له ثبات سره مرسته کوي.
باجوه په افغانستان کې په بشري ناورين هم اندېښنه ښودلې او له نړيـوالو یې غوښتي چې بايد په دې برخه کې له افغانستان سره مرستې وکړي.