یو امریکايي تبعه او ورور یې د طالبانو له بنده خوشې شول

امریکا وایي، یو امریکایي تبعه او ورور یې چې طالبانو بندیان کړي و له بند څخه خوشې شول.

‏د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، یو امریکايي تبعه او ورور یې چې تېر کال د ډسمبر په میاشت کې طالبانو بندیان کړي وو، پرون له بند څخه خوشې شوي دي.

صفیي الله رؤف او انیس خلیل د امریکا ګرین کارټ لري او له اړمنو کورنیو سره د بشري مرستو پر مهال نیول شوي وو. پرون د طالبانو له بند څخه خوشې شوي، خو طالبانو یې لا تر اوسه د نیولو لامل نه دی ښودلی.

Back to top button