د اروپايي ټولنې تازه مرسته

اروپايي ټولنه وايي، چې افغانستان سره د بشردوستانه مرستو په پار ۱۱۳ ميليونه يورو چمتو کوي؛ څو په دغه هېواد او سيمه کې پرې بیړنۍ اړتياوې پوره کړي.

اروپايي ټولنې په يوې تازه خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې دوی له افغانستان سره د بشري مرستو په پار ۱۱۳ ميليونه يورو مرسته چمتو کوي او غواړي په دغو مرستو د دغه هېواد او سيمې بيړنۍ اړتياوې پرې پوره کړي.

ياده ټولنه زياتوي، چې دا پيسې به د روغتيايي، خوړو، ملکيانو خونديتوب او سرپناه برخو سربېره په ګاونډيو هېوادونو کې له افغانانو سره پر مرستو ولګول شي.

همدارنګه دغې ټولنې ويلي، چې افغانستان د نړۍ په کچه هغه هېواد دی، چې له سختې لوږې سره مخ دی او د وروستيو تحولاتو له کبله ميليونه افغانان ترې ګاونډيو هېوادونو ته کډه شوي دي.

د اروپايي ټولنې په وينا، دوی له افغان کډوالو سره د مرستې په موخه ۷ ميليونه يورو ايران او ۱۱ ميليونه يورو پاکستان ته استوي‌ او ۲ ميليونه نورې بيا د يادې ټولنې له خوا د بشردوستانه پروازونو ته ځانګړې شوې دي.

ياده ټولنه وايي، چې دا بشردوستانه مرستې به د نړۍوالو همکاره سازمانونو په مرسته ولګول شي.

Back to top button