د ننګرهار او کندهار پوهنتون فراغت غونډه

د ننګرهار او کندهار پوهنتونونو څخه د لوګر ولایت فارغ شویو زده‌کړیالانو د فراغت جشن ولمانځل شو.

د ننګرهار او کندهار پوهنتونونو څخه د لوګر ولایت د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال ۱۹۵ تنه زده‌کړیالان له بېلابېلو پوهنځیو فارغ او د فراغت جشن یې د یوې پرتمینې غونډې په ترڅ کې د پل علم ښاروالۍ په تالار کې ولمانځل شو.

په دې لمانځغونډه کې د طالبانو د سرپرست حکومت د لوګر ولایت مرستیال والي مولوي انعام‌الله صلاح‌الدین سربېره د دولتي ادارو رئیسانو، دیني عالمانو، ځوانانو، فارغ شویو زده کړیالانو، د دوئ د کورنۍ غړیو او د یادو پوهنتونونو د پوهنځیو استازو ګډون کړی وو.

په یاده غونډه کې مولوي محمد ابراهيم حقاني د امربالمعروف او نهي عن المنکر محتسب، مولوي شمیم آغا او مولوي عبدالله مفکر فارغ شویو زده کړیالانو او کورنیو ته يې مبارکي د ویلو ترڅنګ له دوئ څخه وغوښتل چې خپل ټاټوبي، ولس او اسلام ته په ایماندارۍ خدمتونه ترسره کړي.

د طالبانو د سرپرست حکومت د لوګر د اطلاعاتو اوکلتور رئیس رفیع الله صمیم وایي، علم هغه الهٰي نعمت دی، چې الله تعالی د قومونو د اوچتولو او پرمختګ په لار کې انسانانو ته ورپه برخه کړی دی، چې انسانان وکولای شي، دعلم د ترلاسه کولو له مخې ښه او بد سره تفکیک او له دې لارې خلکو ته لارښوونې وکړي.

Back to top button