ای ار سي: د‌ افغانستان اقتصاد ته سخته ضربه اوښتې

د ژغورنې نړۍ‌‌واله کمېټه وايي چې پر طالب سرپرست حکومت د نړۍوالو بنديزونو له کبله د افغانستان اقتصاد ته سخته ضربه اوښتې ده او له نړۍ‌وال مالي سيستم يې جلا کړی دی.

د ژغورنې نړۍ‌‌والې کمېټې يا ای ار سي په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، چې پر طالب حکومت د بنديزونو له کبله د افغانستان اقتصاد ته سخته ضربه اوښتې ده او دغه هېواد يې له نړۍوال مالي سيستم څخه جلا کړی دی.

د‌ دغې کميټې اجرايوي مشر ډيويډ ميليبنډ زیاتوي، که چېرې نړۍ‌وال د افغانستان اقتصاد لپاره جدي اقدامات ونه وکړي، نو د غربت رېښې به ډېرې ژورې شي او دا به بيا د نړۍوالو لپاره ډېره ګرانه وي، چې دغه رېښې له منځه يوسي.

دغه راز ميليبنډ ويلي، چې نړۍوالو ټولنو او لويو تمویلونکو ته په کار ده، چې د جينوا په کنفرانس کې د افغانستان په اقتصادي چارو تمرکز وکړي. نوموړي ويلي، چې دوی بايد په افغانستان کې د بشري مرستو برابرولو لپاره جدي اقدامات ترسره کړي؛ څو دغه هېواد د غربت څخه وژغورل شي.

په افغانستان کې د طالب سرپرست حکومت له واکمنۍ راوروسته د دغه هېواد اقتصادي نظام ورځ تر بلې د ځوړ پر لورې روان دی او تر دمه یې ياد حکومت په کابو کولو بریالی شوی نه دی.

تر دې وړاندې ګڼو نورو نړۍ‌والو بنسټونو او ټولنو هم د افغانستان روان اقتصادي وضعيت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له نړۍ‌والو يې غوښتي دي، چې د دغه هېواد د اقتصادي ناورين مخنيوی وکړي.

Back to top button