نړیوال بانک د افغان نجونو پر ښوونځیو د بندیز په غبرګون کې په افغانستان کې خپلې رغنیزې پروژې لغوه کړې

د معلوماتو له مخې نړیـوال بانک د ۶۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت، له افغانستان سره د نړیوالو د مرستو پروژې د طالبانو د هغې پرېکړې په غبرګون کې کنګل کړې چې له ۶ د لوړو ټولګیو د زده کوونکو نجونو پر زده کړو یې بندیز ولګاوه.

دا پروژې چې د افغانستان د بیارغونې د صندوق له پیسو څخه تمویلېدلې او د ملګروملتونو ادارو تطبیقولې، د کرنې، پوهنې، روغتیا او د کورني معیشت په برخو کې وې. له مخکیني حکومت سره د نړیوالو له بسپنو ترلاسه شوې د افغانستان د بیارغونې د صندوق پیسې د طالبانو له واکمنۍ وروسته کنګل شوې خو د نړیوال بانک اجراییه بورډ د مارچ په لومړۍ نېټه د دې صندوق له پیسو څخه په دې څلورو برخو کې د اړتیا وړ پروژو د تمویل پلان په دې هیله تصویب کړ چې طالبان به د نجونو او هلکانو انډول تعلیم ته اجازه ورکړي.

نړیوال بانک پرون د منځنیو ښونځیو او لېسو د زده کوونکو نجونو پر تعلیم د طالبانو د بندیز له کبله سخته اندېښنه وښوده ځکه د دې بانک د مقرراتو له مخې د افغانستان د بیارغونې د صندوق د فعالیت شرط د داسې خدماتو ملاتړ دی چې ښځو او نجونو ته له نارینه وو سره انډول خدمات وړاندې کړي.

نو ځکه نړیوال بانک وویل چې دا پروژې به یوازې هغه مهال د بیارغونې د صندوق تمویلوونکو هېوادونو ته د تایید لپاره وړاندې شي چې نړیوال بانک او شریکان یې په افغانستان کې د وضعیت په برخه کې یو تفاهم ولري او دا ډاډ ترلاسه کړي چې د دې پروژو اهدف ترلاسه کولای شي. د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې معلومه نه ده چې دا تفاهم به کله ترلاسه شي.

Back to top button