د لوګر په برکي برک ولسوالۍ کې د ۵ ښوونځیو د بیارغونې چارې پیل شوې

د لوګر په برکي برک ولسوالۍ کې د ۵ ښوونځیو د بیارغونې چارې پیل شوې

د طالبانو د سرپرست حکومت د لوګر د پوهنې ریاست مسؤلین وایي، چې د یاد ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې د نجونو او هلکانو د ۵ ښوونځیو د ودانیو د بیارغونې عملي چارې پیل شوې.

هغوئ زیاتوي، چې یاد ښوونځي د پوهنې ریاست په غوښتنه د آی، آر، سي مؤسسې په مالي لګښت تر راتلونکې یوې میاشتې پورې بیارغول کېږي.

په دغو ښوونځیو کې د شاه مزار د هلکانو او برکي راجان د نجونو لېسو، د تکاب د هلکانو منځنۍ، د ټوپک او حمیدالله فاروقي د هلکانو لومړني ښوونځي شامل دي.

هغوئ همداراز وایي، چې د یوې میاشتې په ترڅ کې به د ښوونځیو ودانیو ته نوی رنګ ورکړل شي، زیانمنې شوې برخې به یې ورغول شي، ماتې کړکۍ او دروازې به یې جوړې شي.

د لوګر د پوهنې رئیس مولوي جنت ګل عزیز پر یاد کار خوښي څرګندوي او وایي، چې د دې ښوونځیو په بیارغولو سره به د ۳ زره زده کوونکو لپاره د زده کړو مناسب چاپیریال برابر شي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې هم د ای، ار، سي مؤسسې له لوري د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کې د نجونو او هلکانو د ۵ ښوونځیو د بیارغونې چارې پیل شوي دي.

Back to top button