لوګر کې یو خیریه بنسټ  يوه ښوونځي ته  ۳ درسي خونې او ۴ تشنابونه جوړوي

د طالبانو د سرپرست حکومت د لوګر د پوهنې ریاست مسؤلین وایي، چې په مرکز پل علم پورې اړوند د غيرت آباد د هلکانو  منځني ښوونځي ته د ارواښاد حاجي منګل احمدزي خیریه بنسټ له لوري د ۳ درسي ټولګيو او  ۴ تشنابونو د جوړېدو چارې پيل شوې.

ياد ټولګي او تشنابونه په پاخه او اساسي ډول تر راتلونکو ۳   مياشتو پورې جوړيږي، چې په جوړېدو سره به یې ۱۵۰ زده کوونکو ته د زده کړو لازم ښوونيز چاپيريال برابر شي.

ياد خيريه بنسټ په دغه ښوونځي کې د درسې خونو د په پیل کې له ۳۷۰ زده کوونکو سره د درسي توکو مرسته هم وکړه.

Back to top button