قطر: تړل شوي ښوونځي دې بېرته خلاص شي

قطر وايي تمه يې دا ده، چې د طالب سرپرست حکومت د نجونو ښوونځيو په هکله له خپلې پرېکړې بېرته په شا شي.

د قطر د بهرنيو چارو وزير محمد بن عبدالرحمن په يوې تازه ټلويزيوني مرکه کې ويلي، چې زموږ تمه داده، څو طالب سرپرست حکومت د نجونو ښوونځيو په هکله له خپلې پرېکړې په شا شي. نوموړي همداراز ويلي چې ددې خبر په اورېدو ډېر زيات حيران شوی دی.

د هغه په خبره څو ځلې یې طالب سرپرست حکومت دې ته هڅولی، چې په خپلو سياستونو کې بدلون راولي، ښځو او نجونو ته د کار او تعليم زمينه مساعده کړي او د تعليمي مرکزونو بندې دروازې دې خلاصې کړي. هغه ويلي طالب سرپرست حکومت ته په کار ده، څو خپله دا غیر عادلانه پرېکړه بېرته واخلي او غوښتنه یې کړې، چې نړۍ والو سره دې په خپلو کړو ژمنو عمل وکړي.

قطر د طالبانو او امريکا ترمنځ د يو ارتباطي وسيلې په توګه مهم رول لوبولی؛ خو اوس يې له طالب سرپرست حکومت څخه د ښو اړيکو پاللو تمه ښودلې او ويلي دي چې طالبان دې يو ټول ګډونه حکومت رامنځته کړي، د يو پرمختللي او با ثباته افغانستان لپاره دې لويې هڅې وکړي.

Back to top button