IRC ای ار سي مؤسسې لوګر کې د ۵ښوونځو د بیارغونې چارې پیل کړې

IRC ای، ار، سي مؤسسې په لوګر کې د پنځو ښوونځو د بیارغونې چارې پیل کړې.

د طالبانو د سرپرست حکومت د لوګر ولایت د پوهنې ریاست مسؤلین وایي، چې د دې ولایت په څرخ ولسوالۍ کې د نجونو او هلکانو د ۵ ښوونځیو د ودانیو د بیارغونې کارونه رسماً پیل شول.

هغوئ زیاتوي، چې یاد ښوونځي د آی، آر، سي مؤسسې په مالي لګښت رغول کېږي چې ډېر ژر به د زده کوونکو د لوست لپاره چمتو شي.

په دې ښوونځیو کې د نورا، پسپجک، خواجه بلند، شش قلعه او دښت په نومونو د نجونو او هلکانو ۵ ښوونځي شامل دي.

د دې ښوونځیو په بیارغونې سره به ۴ زره زده کوونکو ته د زده کړو لازم ښوونیز چاپیریال برابر شي.

Back to top button