د امنیت شورا: ډېر ژر دې‌ د بندو ښوونځيو دروازې خلاصې شي

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا لسو غړو له طالب سرپرست حکومت څخه غوښتنه کړې، چې ډېر ژر دې د نجونو ښوونځي پرانيزي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا څخه په يوې خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې طالب سرپرست حکومت له نړۍ والو سره د تعامل په خاطر ځيني ژمنې کړې دي، چې بايد دغه حکومت پرې عمل وکري.

په دغه اعلاميه کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا لسو غړو په ګډه له طالب موقت حکومت څخه ژر تر ژره د نجونو پر مخ ښوونځيو د دروازو پرانيستلو غوښتنه کړې ده. دوی ويلي چې د نجونو پر مخ د ښوونځيو د دروازو تړل دا ثابتوي، چې طالبان لا هم په خپلو ژمنو نه دي ولاړ او له شوو ژمنو هم په شا شوي دي.

دغه راز زياتوي، چې روان نوي کال ته تر يو ميليون افغان نجونو ښوونځيو ته د تلو چمتوالی نیولای و، خو اوس چې د ښوونځيو دروازې یې پر مخ بندې شوې، سختې ناهيلي شوي دي او دوی يې د حقونو د دفاع لپاره په څنګ کې ولاړ دي.

د امنيت شورا په دې‌ لسو غړو کې امريکا، بريټانيا، فرانسه، جرمني او نور هېوادونه شامل دي.

Back to top button