د روسیې نفت نور په روبلو پلرل کېږي

د روسیې نفت نور په روبلو پلورل کېږي.

د رسنیو د معلوماتو له مخې، له هغه وروسته چې په اروپا کې د روسیې د ګاز لیکې د تړل کېدو اندېښنې را پورته شوې، د روسیې ولسمشر ولایمیرپوتین اروپا ته دا ډاډ ورکړ چې دوئ پلان نه لري چې د ګازو نل ليکه بنده کړي خو وروسته له دې به د ګازو په بدل کې د ډالر او ایرو پر ځای دوئ ته روبل ورکوي.

په دې خبر سره یو ځل بیا په اروپا کې د ګازو بیې 21 سلنه لوړې شوې او د روبل په مقابل کې ډالر درې سلنه ارزښت له لاسه ورکړ.
د معلوماتو له مخې د لیبیا پخواني ولسمشر معمر القذافي د دې لپاره چې د نفتو بیې ثابتې پاتې شي او عربي هېوادونه په ډالر تکیه ونه لري له عربي ملکونو غوښتنه کړې وه چې د نفتو د خرڅلاو لپاره دې سره زر (طلا) وکارول شي.

له کله نه چې اوکراین هېواد د روسي حکومت تر برید لاندې راغلی په ټوله نړۍ کې د نفتو بیې له پخوا لوړې شوې دي.

Back to top button