ننګرهار کې ترافیکي پېښې لسو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د ننګرهار ځایي رسنۍ وایي، چې په دې ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله اته کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

‏د طالبانو د سرپرست حکومت د ننګرهار د ترافیکو مدیر جواد شېرزاد رسنیو ته ويلي، چې دا پېښه پرون ماښام شااوخوا ۶ بجې د ننګرهار ښار د شپږمې ناحيې اړوند پر حلقوي سړک هغه مهال رامنځته شوې چې دوو کرولا او ډاټسن موټرو سره ټکر وکړ.

په دې پېښه کې ۴ مېرمنې، یو ماشوم او درې نارینه وژل شوي دي، يوه مېرمنه او یو نارینه ټپيان شوي دي.

جواد شېرزاد زیاتوي چې د یادې پېښې ټپيان د درملنې په موخه حوزوي روغتون ته لېږدول شوي او تر درملنې لاندې دي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button