د نړۍ تر ټولو زړه کلیزه د اريايانو کلیزه ده

د نړۍ تر ټولو زړه کلیزه د اريايانو کلیزه ده.

له هغه وخته چې انسانان د کرنې دورې ته داخل شول، د وخت بدلونونو د حالاتو د پېژندلو او محاسبه کولو اړتیا یې احساس کړه، او دې کار د هغوئ لپاره د جغرافیایي پیښو او د موسمونو د بدلون د طرز او مهال ویش موندلو ته لاره پرانيسته او په همدې اساس لومړۍ کليزې رامنځ ته شوې.

نوروز يا مهر روز زموږ د اريايي ټبر د مېلو، خوښیو، کار او زيار لومړۍ ورځ وټاکل شوه، او په همدې اساس زموږ په اريايي تاريخ کې د ژوند د بدلون، ښيرازۍ او يوې نوې ساه سمبول شوه او له هغه وروسته يې د آريانا ټبر ميشتي په مينه او خوښي لمانځي.

 

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button