امریکا کې مېشتو افغان کډوالو نوروز ولمانځه

په امریکا کې مېشتو افغان کډوالو په ویرجنیا ایالت کې نوروز او نوی کال ولمانځه.

د نوروز دغه مېله د افغان کور-امریکا په نوښت د ایکنا خیریه بنسټ او د افغانستان د ځوانانو خیریه بنسټ په ملاتړ جوړ شوې وه.

په دې مېله کې د مشاعرې، موسیقۍ او لوبو تر څنګ نویو راغلو افغانانو ته هرکلی وویل شو.
د دې مېلې ګډونوال وايي، چې له هېواده لرې هم د خپلو ارزښتونو لمانځل ځوان نسل ته دا وریادوي چې خپل ملي بیرغ، ملي سرود، ملي ورځې او فرهنګ ته درنښت وساتي.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې نوي کال یا نوروز ته یوازې یوه ورځ پاتې ده خو طالبانو تر اوسه د دې جشن او دود د لمانځلو په تړاو څه نه دي ویلي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button