ملګري ملتونه: د افغان ماشومانو او ميندو اوسنی وضعیت د اندیښنې وړ دی

ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې د ميندو او ماشومانو د خونديتوب په خاطر څو ميليونه ډالره مرستې ته اړتیا ده.

د ملګرو ملتونو د نفوس بنسټ په يوې تازه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې په دې وروستيو کې د افغانستان په ټولو سيمو کې د ميندو او ماشومانو وضعیت خورا زيات د اندېښنې وړ دی.

د يادې سرچينې په حواله چې اوس د زيږون پر مهال د افغان ميندو د مړينې کچه هم ډېره شوې ده او همدارنګه وايي چې د ماشومانو د خوارځواکۍ پېښې هم بيخي خپل اوج ته رسېدلي دي.

ملګري ملتونه وايي چې دوی افغان ميندو او ماشومانو ته د بيړنيو درملو او ژغورنې لپاره کابو ۲۵۰ ميليونه ډالرو ته اړتيا لري.

دغې نړۍ والې ټولنې تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د ميندو او ماشومانو پر اوسني وضعیت اندېښنه څرګنده کړې وه او له نړۍ والو يې د بیړنۍ مرستې غوښتنه کړې وه.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button