سعودي عربستان د چین ولسمشر ته بلنه ورکړې چې له سعودي څخه لیدنه وکړي

د والسټريټ ژورنال راپور وایي، چې سعودي عربستان د چین ولسمشر “شي جین پینګ” ته بلنه ورکړې تر څو له سعودي عربستان څخه لیدنه وکړي.

سرچینه همداراز وایي، چې دا لیدنه به د اپریل میاشتې په لومړیو کې وشي.

والسټریټ ژورنال زیاتوي چې په دې سیمه کې د امریکا متحدین د نویو سیاسي او اقتصادي اړیکو جوړولو په لټه کې دي.

د رسنیو راپورونو ویلي، چې دا لیدنه یوازې د تېلو او وسلو د معاملاتو لپاره نه بلکې د قوي اړیکو جوړولو لپاره تر سره کیږي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button