د ننګرهار له کروندګرو سره نعدي مرسته وشوه
ننګرهار کې ۸۳ کروندګرو سره د څه باندې ۲میلیونه افغانیو نغدي مرسته وشوه.
د طالبانو د سرپرست حکومت د ننګرهار ولايت چارواکو رسنیو ته ویلي، چې د دې ولایت د کرنې او مالدارۍ رياست په هڅو د IRC موسسې له لوري له ۸۳ کروندګرو سره نغدي مرسته وشوه.
هغوئ زیاتوي چې دغه مرسته د کامې او کوز کنړ ولسواليو له ۸۳ نارينه او ښځينه کروندګرو سره د کرنيزو وسايلو اخيستلو، کرنيزو فعاليتونو چټکتيا او ښه حاصل ترلاسه کولو په موخه د څه باندې ۲میلیونه افغانيو نغدي مرسته وشوه.