مريکا ښايي افغان مسلکي پوځيان پر دنده وګوماري

يو امريکايي ديپلومات وايي د افغان پوځیانو د جذب په هکله په غیر رسمي ډول خبرې پيل شوې دي.

د فيليپ کازنيټ په نامه يو امريکايی پخوانی ديپلومات، چې څه وخت وړاندې يې د افغان ځانګړو پوځيانو د جذب په هکله خبرې کړې وې، په يوې نوې مرکه کې ويلي چې اوس ددې موضوع پر تړاو د امريکا حکومت په غير رسمي توګه بحثونه پيل کړي دي.

دغه امريکايي ديپلومات ويلي دا ډېره غوره لاره ده، چې د دوی په پوځ کې مسلکي افغان پوځيان پر دنده وګومارل شي او د اړتيا پر مهال له امریکا بهر جګړو ته واستول شي.

ياد ديپلومات ټينګار کوي چې دا يو مسکلي او جنګېدلی پوځ دی او امريکا بايد دوی ته د کار او دندې زمينه برابره کړي. هغه همداراز ويلي چې ښايي دا بحثونه ډېر ژر یوه ښه پايله ولري.

د اوکراین له جګړې سره جوخت داسې راپورونه خپاره شول، چې ګواکې امريکا غواړي په خپلو ليکو کې افغان پوځيان جذب او د اوکراین جګړې ته واستوي.

د‌ يادونې ده چې تر دې وړاندې بريټانوي رسنيو هم په دغه هېواد کې د افغان ځانګړي پوځيانو د جذب په هکله راپورونه وړکړي و.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button