طالبانو د خپل مشر د فرمان په اساس نوې ټاکنې ترسره کړې

د طالبانو د سريرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې د طالبانو د مشر مولوي هبة الله اخندزاده د فرمان په اساس لاندې ټاکنې تر سره شوې.

۱ــ د ټولګټو چارو وزارت مخکینی اداري او مالي معین بخت الرحمن شرافت د اوسپنیزي کرښي د ادارې د سرپرست په توګه
۲ ــ ملا فیض الله اخند د ملي ستندرد ادارې د سرپرست په توګه
۳ ـــ مفتي محمد حامد د ملي ستندرد ادارې د تخنیکي مرستیال په توګه.
۴ ـــ مولوي عطاء الله فرید د یادي ادارې د اداري او مالي مرستیال په توګه
۵ ـــ د عامې روغتیا وزارت د صحي خدماتو د وړاندي کولو مخکنی معین ډاکتر عبدالباري عمر د غذا او درملو د ادارې د سرپرست په توګه
۶ ـــ د هرات ولایت د نظامي کمېسیون مخکینی مسئول مولوي غلام حیدر د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو د ادارې د سرپرست په توګه.
۷ ـــ د مذاکراتي ټیم مخکینی غړی شیخ مولوي عبدالکریم د عدلیې وزارت د مسلکي معین په توګه
۸ ـــ د سیاسي دفتر مخکینی غړی عبدالرحیم ثاقب د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو د معین په توګه
۹ ـــ مولوي عبدالکریم د ټولګټو چارو وزارت د تخنیکي معین په توګه
۱۰ ـــ مولوي نورالدین د تخار ولایت مخکینی والي د ټولګټو چارو وزارت د مالي او اداري معین په توګه.
۱۱ ـــ مولوي عنایت الله د لوګر ولایت د والي په توګه
۱۲ ـــ د ۲۱۷ عمري قول اردو مخکینی مرستیال قاري محمد اسماعیل د تخار ولایت د والي په توګه
۱۳ ـــ د پروان ولایت غوربند ولسوالۍ اوسېدونکی حاجي کاظم د تخار ولایت د والي د مرستیال په توګه
۱۴ ــ د تخار ولایت مخکینی مرستیال ملا جان محمد اخند د ۲۱۷ عمري قول اردو د مرستیال په توګه وټاکل شول.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button