نورستان کې یؤ جهادي قومندان خپلې وسلې حکومت ته وسپارلې

د رسنیو د راپورونو په حواله، د نورستان ولایت په واما ولسوالۍ کې د جهاد د پخوانۍ دورې یوه سیمه ییز قوماندان یوه اندازه وسلې او جنګي تجهیزات د طالبانو د سرپرست حکومت سیمه ییزو چارواکو ته وسپارل.

راپورونه زیاتوي چې دغه وسلې له پخوا څخه د دې قوماندان په کور ساتل شوې وې.

د نورستان د امنیې قومندان محمد یوسف جمالزي د یاد قومندان له دې اقدام څخه هرکلی کړی.

نوموړي وایي، ټول افغانان دې خپلې وسلې پرځمکه کېږدي او د افغانستان د امنیت په ټینګولو او بیارغونه کې دې ونډه واخلي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button