لوګر ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري په ۵۰۰ کورنیو مرسته ووېشل شوه

د رسنیو د راپورونو په حواله، د افغاني سرې میاشتې له لوري د لوګر ولایت محمدآغې ولسوالۍ ۵۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.

یاده مرسته د ترکيې هېواد د خلکو له لوري چمتو شوې وه چې پکې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، يوه بسته خوراکي توکي او یوه بسته ژمنۍ جامې شامل وې.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرکزي سويل لويديځ زون رئيس ناصري د دې مرستو د وېش پر مهال د ترکېې هېواد له خلکو او بشر پاله احساس څخه مننه وکړه او د یاد هېواد له استازو څخه یې و غوښتل چې دا مرستې لا زیاتې او ګړندۍ کړي تر څو په دې سختو شرایطو کې د اړمنو هېوادوالو لاسنیوی وشي.

دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالبانو د حکومت تر رسېدو وروسته هېواد ته هره ورځ د بشردوستانه مرستو بستې رسېږي، خو په هېواد کې لاهم د لوږې کچه مخ پر لوړېدو ده.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button