د ننګرهار کانال څلورم فارم څخه څه باندې ۴۲۱ زره کیلو ګرامه زيتون راټول شوي دي

د طالبانو د سرپرست حکومت د ننګرهار ولایت ځايي چارواکي وايي، چې د ننګرهار کانال څلورم فارم څخه څه باندې ۴۲۱ زره کیلو ګرامه زيتون راټول شوي دي.

هغوئ زیاتوي چې د کانال رياست اړوند څلورم فارم څخه په ژمني فصل کې ۴۲۱۳۹۰ کيلو ګرامه تور او شنه زيتون راټول او د زيتونو فابريکې ته د پروسس په موخه لېږدول شوي دي.

د ننګرهارچارواکي همداراز وایي چې په نوموړي فارم کې ۱۷۰۰ کيلو ګرامه يوريا سره وکارول شوه او د ځمکې نرمولو چارې يې هم پرمخ روانې دي. ترڅو لا ډېر حاصلات ترې ترلاسه شي.

د ننګرهار ولایت له فارمونو څخه هر کال زرګونه کیلو ګرامه تور او شنه زیتون تر لاسه کېږي او بهرنیو هېوادونو ته پروسس کېږي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button