د کډوالو نړۍ واله ټولنه: ۶ ميليونه افغانان کډوال شوي دي

د کډوالو نړۍ واله ټولنه وایي په افغانستان کې شپږ ميليونه خلک بې ځايه شوي دي.

د کډوالو نړۍ والې ټولنې د يو تازه خپاره شوي راپور پر بنسټ، په افغانستان کې شپږ ميليونه خلک بې ځايه شوي دي او وايي د روان خراب اقتصادي وضعيت له کبله ممکن دا شمېره نوره هم زياته شي.

ياده‌ ټولنه وايي چې تېر کال زيات شمېر خلک د جګړو، وچکالي او اقتصادي ستونزو له کبله بې شوي وو.وايي په ۲۰۲۱ ميلادي کال کې ۱،۳ ميليونه کسان په افغانستان کې بې ځایه شوي وو او تر ډېره دغه کډوالي د جکړو له کبله شوې وه.

دغه راز د کډوالو نړۍ واله ټولنه وايي چې په افغانستان کې د تېرو لسو کلونو په ترڅ کې څلور نيم ميليونه افغانان بهرنيو بهرنیو هیوادونو ته کډه شوي دي. ددغې سرچینې په وینا تر ډېره دغه وګړي ګاونډيو هېوادونو ته تللي دي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button