افغانستان سره د جاپان ۳ ميليونه ډالره مرسته

جاپان د افغانستان روغتیایي سکټور سره د ۳ میلیونه ډالره مرستې اعلان کړی.

جاپان له افغانستان سره د بشري او روغتيايي مرستو په موخه د ۳ ميليونه ډالرو مرستې اعلان کړی دی.

د ماشومانو ساتنې ادارې يا یونیسف ویلي، چې له دغو پيسو به په افغانستان کې شاوخوا ۶۹ زره کسانو په ځانګړې توګه بې ځايه شويو افغانانو ته خدمات وړاندې کړي.

دغه راز ياده اداره وايي چې ددې پيسو يوه برخه به د اړمنو افغان ماشومانو پر پالنې مصرف شي.

يونيسف وايي چې په پام کې ده دوی روان کال ۱۲،۹ ميليونه افغان ماشومانو سره مرسته وکړي.

يونيسف همدارنګه ويلي چې افغان ماشومان بېړنيو مرستو ته اړتيا لري او که دا مرستې ونه شي؛ نو ناشونې ده، چې دوی ته پر وخت خدمات وړاندې کړي.

هممهاله د ملګرو ملتونو د ماشومانو ساتنې وجهي صندوق پر نړۍ والو يو ځل بيا غږ کړی، چې د افغانستان روغتيايي سکټور سره خپلې مرستو کې زياتوالی راولي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button