زابل کې له محمدیه مدرسې څخه ۱۲ تنه د قرآن حافظان فارغ شول
زابل کې د محمدیه په نوم دیني مدرسې څخه ۱۲ تنه د قرآن کریم حافظان فارغ شول.
د حافظانو د فراغت په مراسمو کې د یو شمېر مسؤلینو په شمول، سلګونه دیني عالمانو او عامو خلکو کډون کړی و.
د دغو فارغینو زده کونکو شمېر ۱۸ تنه وو چې له ډلې یې ۱۲ کسانو ته د قرآن کریم د حفظ او پاتې نورو ته یې د قرأت سندونه ورکړل شول.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د هلمند په مرکز لښکرګا ښار کې له دوو دیني مدرسو څخه سلګونه انجونو د حسن تلاوت، د قران کریم د حفظ او تجوید په برخوکې د فراغت سندونه ترلاسه کړل.