هند پر پاکستان توغندی توغولی
د رسنیو د راپورونو په حواله، د هندوستان د دفاع وزارت چارواکو ویلي، چې د ځینو تخنیکي ستونزو له امله د دوئ یو توغندی د پاکستان لوري ته توغول شوی دی.
د دې وزارت چارواکي زیاتوي چې دغه توغندی دوئ قصدآ نه دی توغولی او د ځینو تخنکي ستونزو له امله توغول شوی دی.
د پاکستان حکومتي چارواکي وایي، چې د هندوستان له لوري پر پاکستان توغول شوی توغندی د پاکستان لپاره د ځمکنۍ بشپړتیا او فضايي حریم نقض دی.
د پاکستان حکومت همداراز زیاتوي، چې دوئ په دې اړه غور کوي، که د هند له لوري توغول شوی توغندی تېروتنه نه وي ژر به یې ځواب ورکړي.