سپينه ماڼۍ: ښايي روسيه پر اوکراین کيمياوي بريد وکړي
امريکا وايي مونږ معلومات ترلاسه کړي چې ښايي روسيه پر اوکراین د کيمياوي وسلو بريد وکړي.
د امريکا سپينې ماڼۍ وياندې جين ساکي رسنيو ته د په خبرو کې ويلي، چې په اوکراین کې د امریکا له لوري د بيولوژيکي او کيمياوي ويروسونو د جوړونې او ساتنې ادعا ناسمه ده.
مېرمن ساکي زياتوي، چې روسيه اوس په داسې څرګندونو هڅه کوي او غواړي چې د نورو بې دليله بريدونو لپاره لارې پيدا کړي.
نوموړې وايي ټولو تجربو ته په کتو، د امريکا اندېښنې بې ځايه نه دي.
هغې همداراز يو ځل بيا ټينګار کړی، چې په اوکراین کې د روسیې له خوا د بيولوژيکي او کيمياوي وسلو د کارونې موضوع له حقيقت لرې خبره نه ده.
د مېرمن ساکي په باور په هغو سيمو کې چې روسيه يې په جنګ کې ښکیله وه، لکه سوريه وايي، چې دا ډول وسلې يې کارولې دي