سیلاب خیریه بنسټ په هلمند کې ۱۱۰ کسانو ته د واده مراسم ترسره کړل
سیلاب خیریه بنسټ په هلمند کې د ۱۱۰کسانو د واده مراسم تر سره کړل.
د سیلاب خيريه بنسټ مشر حاجي سید احمد سیلاب وایي، چې دغه مراسم یې تېره ورځ په هلمند کې د ودونو په یو هوټل کې په ډله ییزه توګه ترسره کړل.
سیلاب زیاتوي چې دغه لړۍ یې له تېرو څو کلونو راهیسې پیل کړې، ترڅو په هېواد کې د ناسمو دودونو، لوړ ولور، د خسرګنۍ د بې ځایه غوښتنو او لګښتونو مخه ونیول شي.
سیلاب همداراز وایي چې دغه د واده مراسم یې هغو کسانو ته نیولي و چې د واده نور کارونه یې خلاص شوي و خو د واده د مراسمو لګښت یې نه درلوده.
هغه د هېواد له سوداګرو او شتمنو څخه غوښتي ترڅو د اړمنو هېوادوالو لاسنیوی وکړي.