امیرخان متقي په کابل کې د چین له سفیر سره لیدلي دي

د طالبانو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي په کابل کې د چین له سفیر وانګ یو سره لیدلي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په یو ټوېټ کې ویلي، چې په دغه لیدنه کې د دواړو هېوادونو په ژورو اړیکو، سیاسي او اقتصادي موضوعاتو خبرې شوې دي.

مجاهد زیاتوي چې په دې لیدنه کې د روانې میاشتې په پای کې په چین هېواد کې د سیمې د بهرنیو چارو د وزیرانو د ناستې ‏د ګډون په اړه هم بحث شوی دی.

هغه زیاتوي چې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د چین سفیر ته وویل چې د چین په جوړیدونکې غونډې کې به ګډون کوي او هیله لري چي دغه غونډه د افغانستان لپاره مثبتې پایلې ولري.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button