د اوکراین او روسیې ترمنځ روانه جګړه

د‌ روسيې تر بريد وروسته له اوکراین څخه تر دې مهاله شاوخوا دوه میلیونه کسان کډوالۍ ته مجبور شوي.

‌ د کډوالو نړۍ والې ادارې تازه راپور خپور کړی، چې له مخې یې د اوکراین په ښارونو د روسیې تر برید وروسته له دغه هېواد څخه د کډوالۍ بهير ډېر چټک شوی دی.

دغې ادارې ويلي چې تر دې مهاله شاوخوا دوه میلیونه کسان له اوکراین څخه کډوالۍ ته مجبور شوي دي او‌ د هر ساعت په تېرېدو سره دا شمېر لا پسې زياتېږي.

د کډوالو نړۍ والې ادارې د اوکراین ګاونډيو هېوادونو څخه د مرستې غوښتنه کړې، چې په يو داسې بد وضعيت کې د اوکرایني وګړو لاسنيوی وکړي او د ژوند سهولتونه ورته برابر کړي.

ددې تر څنګ راپورونه وايي چې د اوکراین او روسیې جګړه ډیره شدیده شوې او روسیې ډېرو سختو بريدونو ته دوام ورکړی.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button