پکتیا کې یو ځوان قرآن کریم په خامک لیکي
د پکتیا د ځاځي اریوب ولسوالۍ اوسیدونکی سعد الدین عابد غواړي چې په خامک/ګلدوزۍ قرآن کریم ولیکي.
دغه ځوان وایي چې په خامک یې د قرآن کریم لیکل پیل کړي دي.
عابد د طالبانو له حکومت څخه د امکاناتو په برابرولو کې مرسته غوښتې.
د طالبانو د سرپرست حکومت د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست سرپرست خالقیار احمدزي د عابد هڅې ستایلي دي او د بشپړې همکارۍ ډاډ یې ورکړی دی.