هرڅه د اندازې خپل واحد لري

هر څه د اندازې خپل واحد لري، د اوبو د اندازې واحد لیتر، د ځمکې متر او د ځینو نورو کیلوګرام دی. د انسانانو د اندازې واحد هم توپیر کوي، مثال یوه موډله/موډل په ښایست او سټایل، کروندګر په فصل، شاعر په شاعري او سیاستوال او چارواکی په خدمت، سیاسي پرېکړو او نتایجو یې تلل کېږي خو زموږ په مملکت خداداد کې ځینو مریدانو له سیاستوالو او ټوپکوالو څخه موډلان جوړ کړي او له همدې عینکو یې تشرېح کوي.

اف څه ځواني لري، نور یې له څېرې ورېږي، اخ سترګې مې پرې خوږې شوې، که لږ وخت مې نه وای لیدلای، مړ به وم او دغسې نورې رومانټیکې جملې او شعرونه چې سړی یې باید خپلې معشوقې/مېرمنې ته ووايي، دوی یې تر سړیو نذرانه کوي. سړی حیران شي چې نه خو هغه نجلۍ ده چې ته پرې مئین یې او نه ته نجلۍ یې چې په دې رقم د یوه نارینه له حُسن او سټایله متاثره شې، د درېیم اپشن د یادولو پر ځای به په شیطان لعنت ووایم.

له سیاستوال او چارواکي څخه که څوک متاثره کېږي او ستايي یې، حق یې دی خو دا هڅه دې هم وکړي چې هغه کس په خپل چوکاټ کې وستايي، مثال د هماغه کس هغه کارونه دې یاد کړي چې ولس او وطن ته یې خیر رسولی وي، نه دا چې د سټایل او جمال کیسو ته یې دت شي.

احمدي صیب دې خدای وبښي، که ژوندی وای، ویل به یې چې د بغدادي پیر له وخت څخه هم بدې ورځې راغلي دي.

همايون هېواد

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button