د روسیې او اوکراین روانه جګړه
د اوکراین پوځ وايي چې پر هېواد يې د روسیې تر برید وروسته تر دې مهاله شاوخوا ۱۱ زره روسي پوځیان وژل شوي دي او په زرګونو نور يې ټپيان دي.
رویټرز خبري اژانس د اوکراین د یو لوړپوړي پوځي چارواکي له قوله راپور ورکړی، چې په اوکراین کې د دغه هېواد امنيتي ځواکونو د روسيې پوځیانو پرمختګ ورو کړی دی.
دغه لوړپوړي چارواکی ادعا کوي، چې د روسیې کابو ۱۱ زره پوځيان يې وژلي دي او په زرګونو نور يې ټپيان دي.
همدارنګه وايي چې د وژل شويو او ټپي پوځيانو تر څنګ يې سلګونه تنه نور پوځيان ژوندي نیول شوي.
د دغه چارواکي په خبره چې ويلي يې دي دوی تر وروستۍ سلګۍ د روسیې پر خلاف خپلې جګړې ته دوام ورکوي.
هغه همداراز له اوکرايني عامه خلکو غوښتي دي، چې د روسیې پر وړاندې روانې مبارزې ته ميدان ته راشي.