د بريتانيا پارلمان: افغانستان کې په خپلو کمو مرستو شرمېږو

څو بريتانوي وکيلانو ويلي چې افغانستان سره په خپلو لږو مرستو د شرم احساس کوي.

د انګلستان پارلمان یوه ډله وکيلانو په تازه څرګندونو کې ویلي چې له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته افغانان له بد اقتصادي او بشري ناورين سره مخ دي.

دوی زياتوي چې بریتانیا له افغانانو سره ډېره لږه مرسته کړې ده او دوی په خپل دغه کار ډېر د شرم احساس کوي.

دغه وکيلانو ويلي بريتانيا نه یوازې دا چې د افغانانو لازم لاسنیوی ونه کړ؛ بلکې دوی له افغانستان سره د نړۍ والو مرستندویانو د ملاتړ پر کمې کچې هم شرمېږي.

دغه راز د بريتانيا پارلمان يو راپور خپور کړی‌ او له نړۍ والو مرستندویانو يې دغه هېواد ته د چټکو مرستود ايستلو غوښتنه کړې.

همدارنګه په دغه راپور کې راځي، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په دغه هېواد کې يې ګڼ شمېر بریتانوي همکاران پاتې دي او د دوی د ايستلو يې لپاره د جدي اقداماتو غوښتنه کړې.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button